د پاکستان صدراعظم عمران خان د اپرېل د ۸مې نيټې په ماسپښين خپل هېواد ته وينا وکړه، او يوه ورځ مخکې د سترې محکمې لخوا خپور شوی حکم يې منلی، خو د حکم د پايلې په اړه ناخوښ دی.
عمران خان وویل، چې ستره محکمه دې د بهرني هېواد توطيه او د تهديد پيغام په اړه پلټنه پيل کړي او د سترې محکمې لخوا د حکم کولو مخکې د نه پلټنې په هکله يې افسوس څرګند کړ. عمران خان له دې وروسته، چې مخالفو ګوندونو پر ځان د اعتماد نه لرلو وړانديز وکړ، د تهديد پيغام وښود او ثبت يې کړ، چې امريکا غواړي د پاکستان حکومت نسکور کړي.
عمران خان د تهديد پيغام د يادونې په وخت کې وویل، چې د امريکا اړوند چارواکي د پاکستان له سفير سره د ليدنې په وخت کې شکايت کړی، چې عمران خان بايد له روسیې څخه ليدنه ونه کړي.
عمران خان وویل، چې د امريکا اړوند چارواکي د پاکستان سفير ته په اخطار سره ويلي، چې که عمران خان له دې بحران څخه ځان وژغوري، دغه هېواد به له سختې پايلې سره مخ شي.