د اروپايي ټولنې پلاوي له اوکراين څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/09 14:52:31
شريکول:

د اروپايي ټولنې د کميټې رئيسې اورسولا ون دلين او د دغې ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ لوړپوړي استازي جوزف بورل د اپريل په ۸ مه نېټه له اوکراين څخه ليدنه وکړه او اوکراين ته يې د دغې ټولنې د نوماند هېواد د دريځ په اړه يو پوښتنليک ور کړ.

د مالوماتو له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کيف کې له اورسولا ون دلين او جوزف بورل سره خبرې اترې وکړې. نوموړي زياته کړه، چې اوکراين ته د اروپايي ټولنې د پلاوي سفر له اوکراين څخه ملاتړ او باور ښيي او په اروپايي ټولنې کې ګډون کول د اوکراين هدف دی.