په ناارامه نړۍ کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو روحيه ډېره ارزښتناکه ده
CMG2022/04/09 11:19:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي  جين پينګ د اپريل په اتمه نېټه د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو او پارالمپيک لوبو په ستاينغونډه کې يوه مهمه وينا وکړه او ويې ويل، چې چينايانو د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای ډول ډول ستونزې لېرې کړي او د اولمپيک هغه مېله يې جوړه کړې، چې د اولمپيک په تاريخ کې ثبت شوې ده او ټول د اولمپيک له روحيې څخه برخمن شوي دي.

رئيس شي جين پينګ اعلان  وکړ، چې چين د دې ژمنيو لوبو د تر سره کولو له لارې د نړيوالې ټولنې پر وړاندې کړې ژمنې پوره کړې او نړيوالو ته د اولمپيک يوه امنه او په زړه پورې ميله وړاندې  کړه. نړيوال د رئيس شي جين پينګ له خوا د راغونډو شويو تجربو او د بېجينګ د اولمپيک د ژمنیو لوبو د روحيې له لارې هغه معلومات تر لاسه  کړې، چې چين څنګه د ستونزو او مشکلاتو په لېرې کولو سره په برياليتوب يادې لوبې تر سره کړې.

دا د کرونا وبا له پېښېدو راهيسې لومړی ځل دی، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې او پارالمپيک لوبې د نړيوالې عمومي سپورټي مېلې په توګه په ټاکلي وخت کې تر سره  شوې. نه يوازې د چمتووالي د کارونو او د سياليو د تر سره کولو په برخو کې یادې لوبې د ستاينې وړ دي، بلکې لوبغاړو او نړيوالې ټولنې د دغو لوبو مثبته ارزونه کړې او ان په نړۍ کې يې د ليدونکو شمېر څو مليارډو ته رسېدلی، چې دا د اولمپيک په تاريخ کې  ساری نه لري او د کرونا وبا پر وړاندې د نړيوالو باور لاټينګ شوی دی.

دغه عجيب کار څرنګه تر سره ک شو؟ د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو روحيه د دې کار د بريالي کېدو کلۍ  ده.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې او پارالمپيک لوبې د کرونا وبا په پېچلي حال کې تر سره شوې. نړيوالو دې ته پام اړولی و، چې ايا چين د کرونا وبا په ازموينه کې بریالی شوی که نه، خو چين دغې پوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی:  د سيالیو پر مهال پر کرونا د اخته لوبغاړو شمېر يوازې صفر اعشاريه پنځه څلوېښت و او ټول اخته لوبغاړي په اغېزمنه توګه درملنه کېدل او ويروس يې د بېجينګ نورو سيمو ته خپور نه شو. چين د سیاليو پر مهال د کرونا وبا د مخنيوي او کنټرول لپاره دقيق او اغېزمن تدبیرونه نیولي وو او د دې وبا پر وړاندې د نړيوالې مبارزې او نړيوالو سترو سياليو او فعاليتونو د تر سره کولو لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې، چې دا د د ستونزو او ننګونو د لېرې کولو لپاره د چينايانو د ټينګې ارادې او روحيې ښکارندويي کوي.

 چين د يادو لوبو له لارې نړيوالو ته خپله پرانيستې او پرمختيايي بڼه  وښودله. د بېجينګ د اولمپيک د ژمنيو لوبو ستېډيومونو، د دې لوبو د پيل او پای له مراسمو څخه د چین تر خوندور خوړو او کونګ فو پورې د چين کلتور جاذبه او د چينايانو مېلمه پالنه له دغو لوبو څخه ښکاري او هم له دې لارې د بېلا بېلو هېوادونو او خلکو متقابل تفاهم او دوستي لا  پیاوړې شوې ده.د اولمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس توماس باخ ويلي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې داسې لوبې وې، چې پکې يې بې ساری برياليتوب تر لاسه کړی دی.

د بېجينګ د اولمپيک ژمنۍ لوبې او پارالمپيک ژمنۍ لوبې دواړه په زړه پورې وې. دا د پاملرنې وړ ده، چې چين هم د بېجينګ د پارالمپيک د ژمنيو لوبو له لارې د بشري حقونو د ساتنې افکار او لاسته راوړنې نړيوالو ته وړاندې کړې. رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې يو لوبغاړی یاد کړ، چې د سترګو توان یې کمزوری  و. نوموړی لوبغاړی وايي، چې که څه هم نړۍ نه شم کتلی، خو غواړم چې نړيوال ما وويني. له دې څخه څرګنديږي، چې  چين د معيوبينو بشري حقونو ته هم درناوی کوي. د پارالمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس اندرو پارسونس ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د بېجینګ د پارالمپيک ژمنۍ لوبې د پارالمپيک ژمنيو لوبو لپاره د نوي سهار نښه ده.

تر ټولو مهمه دا ده، چې په نا ارامه نړۍ کې د بېجينګ د اولمپيک د ژمنیو لوبو د روحيې په خپرېدو سره د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د متقابلې زده کړې او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ تخمونه کرل شوي او د مختلفو هېوادونو خلک سره يو ځای په راتلونکي پرمختيایي لوري روان  دي.