ولاديمير زلنسکي: يوازينۍ لاره له پوتين سره خبرې اترې دي
CMG2022/04/10 11:07:49
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاډيمير زلنسکي د اپريل پر نهمه نېټه ويلي چې اوکراين هېڅ انتخاب نه لري او يوازينۍ لاره د روسيې له ولسمشر ولاډيمير پوتين سره خبرې اترې دي. 

د بريتانيا صدراعظم بوریس جونسن په همدې ورځ له کيف څخه ليدنه وکړه او په کښې يې وويل چې دوی به تر خپلې وسې پورې له اوکراين څخه اقتصادي او پوځي ملاتړ وکړي.

زلنسکي په همدې ورځ د المان له خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې اوس اوکراين پرته له دې چې د خبرو اترو ميز ته کښيني، بل انتخاب نه لري. په روسيې کې له پوتين پرته هېڅوک د اوسنۍ جګړې مخه نه شي نيولی.

د بريتانيا صدراعظم بوريس جونسن د اپريل پر نهمه نېټه له زلنسکي سره په يوه ګډه خبري ناسته کې ويلي چې بريبانيا او ملګري هېوادونه به يې پر روسيې بنديزونو ته ادامه ورکړي او تر خپلې وسې پورې به له اوکراين سره اقتصادي او پوځي مرستې وکړي.