د ايران ولسمشر سيد ايبراهيم رايسي د اپريل پر نهمه وويل، چې دغه هېواد د اټومي انرژۍ د سوله ايزې کارونې حق لري. هر چيري چې نور هېواد څه نظر لری، دوی به د اټومی انرژۍ د سوله ايزې کارونې په هکله دوامدارې څيړنې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د اټومي انرژۍ د تېکنالوژي ورځ د نمانځنې په فعاليت کې يوه وينا وکړه او ويې ويل ، چې د اټومي علمي تېکنالوژي د سوله ايزې کارونې په چارو کې تر لاسه شوی پرمختګ نه شي بدلولی.د ايران ساينس پوهان د اټومي انرژې د سوله ايزې کارونې په برخه کې د څيړنې کارونه چټکوي او حکومت به له دې کارونو څخه ملاتړ وکړي.
د ايران د اټومي انرژۍ ډلې په همدې فعاليت کې په راتلونکو شلو کلونو کې د دغه هېواد د اټومي صنعتي چارو د پرمختګ په اړه هراړخيز ستراتيژيکي سند خپور کړ.