د پاکستان قامي اسمبلۍ د اپريل پر ۱۰ مه نېټه د دغه هېواد د صدراعظم عمران خان پر ضد د نه باور مصوبه تصويب کړه. عمران خان د پاکستان په تاريخ کې لومړۍ صدراعظم دی چې د قامي اسمبلۍ لخوا ګوښه شوي.
د مالوماتو له مخې، د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د مخالفو ګوندونو لخوا د عمران خان پر ضد د نه باور مصوبه د ۱۷۴ موافقو رايو په ګټلو سره تصويب شوه.