د ناټو بيا راژوندي کول سخت دی
CMG2022/04/10 15:00:49
شريکول:

ناټو په دې وروستيو ورځو کې د بروکسيل په مقر کې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه تر سره کړه او د جاپان، د کوريا جمهوريت، استراليا او نويزيلنډ په شمول د اسيا او ارام سمندر سیمې د څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په کښې ګډون کړی وو. د غونډې ګډونوالو د چين په باب بحث وکړ او د اوکراين مسئلې په هکله يې د چين پر دريځ بې ځايه تورونه ولګول. د ناټو سرمنشي ستورتنبورګ ويلي چې د دې سازمان د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کې به د لومړي ځل لپاره له چين سره مقاومت تر غور لاندې ونيول شي.

ختيځ ته د ناټو د پراخېدو له کبله په اوکراين کې جګړه لاهم روانه ده، خو ناټو چې د سړې جګړې ماشين بلل کيږي،په بې صبرۍ سره خپل تور لاسونه اسيا او ارام سمندر ته غځولي دي. دا ښکاره ده چې ناټو د امريکا له خوا د بادارۍ د لټولو وسيله ده او خپلو جنايتونو ته دوام غواړي.خو د دې سازمان په دننه کې د نظر ډېر توپیرونه شتون لري او کړنې يې د زمانې له تمايل څخه سرغړونه ده. نو د دې سازمان ټولې توطيې به ناکامې شي.

د شنونکو په اند ګډونوالو په دې غونډې کې د اوکراين مسئلې په هکله بحثونو کې پر چين بې ځايه تورونه لګولي چې عمده موخه يې نورو هېوادونو ته د دې سازمان د داخلي تضادونو انتقال او له چين سره د مقاومت لمسول او د خپلو ګټو لټول دي. د اوکراين کړکيچ د تر ټولو لوی پارونکي  په توګه د امريکا په مشرۍ ناټو په تېرو څه باندې شلو کلونو کې پنځه ځلې ختيځ ته غځېدلی چې دا د روسيې او اوکراين ترمنځ د بحران د رامنځته کېدو سبب شوې ده. تر هغه وروسته ناټو په پر له پسې توګه له اوکراين سره پوځي مرستې کړې او کوي يې.

د امريکا د دفاع وزير اوستين د يادې غونډې په موده کې داسې منلي چې هېواد يې د اوکراين پوځ ته استخباراتي معلومات وړاندې کړي دي.د ترکيې پوځي کارپوه احسان صفا دې ته په اشارې سره ويلي چې د امريکا او ناټو کړنې ډېرې بدې دي او دوی له بادارۍ او سياسي ګټو پرته د ملکيانو ژوند له پامه غورځوي. د اروپايي پارلمان ايرلنډي غړې کليردالي په دې وروستيو ورځو کې دا پوښتنه وکړه: ناټو څه اغيزمن رول لوبولی اويا چيرته يې سوله راوړلې ده؟

له يوې خوا ناټو د اوکراين اوسني اور ته تيل اضافه کړی او له بلې خوا يې پر چين تور لګولی دی. ناټو د امريکا تر لارښوونې لاندې غواړي چې د اوکراين د جګړې له لارې بيا راژوندي شي او په نړۍ کې د امريکا د بادارۍ مقام وساتي. ناټو د دې موخې د تر سره کولو لپاره سيمه ييزې کشالې لمسولې او د ملکيانو وینې او اوښکې يې له پامه غورځولي دي او اوس سيمه ييزې او نړيوالې سولې ته د زيان رسولو په برخه کې يو ناوړه او بد ځواک ګرځېدلی دی.

سړه جکړه پای ته رسيدلې وه، نو د اسيا او ارام سمندري سيمې هېوادونه د سړې جګړې ماشين په توګه ناټو هر کلی نه کوي. اسيايي او ارام سمندري سيمه ييز هېوادونه په دې ښه پوهيږي چې سوله په اسانۍ نه راځي، نو باید سولې ته ډېر ارزښت ورکړي. د کرونا وبا د خپرېدو او د اقتصادي سمسورتيا د ورولۍ په حال کې د اسيا او ارام سمندر سيمه سولې،يووالي او همکاريو ته اړتيا لري، نه د سړې جګړې ذهنيت او مقاومت ته.

په دې وروستيو کلونو کې د سينګاپور صدراعظم لي هين لونګ له امريکا څخه د ليدنې په ترڅ کې څو ځلې د نړيوالې ټولنې يووالی او همکاري ياده کړې او امريکا ته يې خبرداری ورکړی چې د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی او له چين سره دوستانه ډيلوماتيکه اړيکې دې وساتي. که امريکا له چين سره اړيکې پرې کړي، دوی به لوی اقتصادي قيمت ورکړي. دغه نظر د اسيا او ارام سمندر سيمې د زياترو هېوادونو ګډ نظر هم دی.

د سړې جګړې د محصول په توګه ناټو باید مخکې له مخکې منحل شوی وای او حق نه لري چې په نورو هېوادونو کي ګوتې ووهي او ور ته ګواښ وکړي. دوی غواړي چې د دې سيمې له ځينو هېوادونو سره د کشالې لمسونه  وکړي چې دا يو پوچ خيال دی. نړۍ سړې جګړې ته اړتيا نه لري او ناټو په خپله له چين او نورو هېوادونو سره مقابله کوي، خو د دوی د سړې جګړې نظريې د بيا راژوندي کول هم ډېر سخت دي.