ايران پر ۲۴ تنه امريکايانو د بنديز لګولو اعلان وکړ
CMG2022/04/10 14:34:21
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اپريل پر ۹مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هغو ۲۴ تنو امريکايانو لېست اعلان کړ، چې ورباندې به بنديز ولګوي،‌ځکه چې دوی له ترهګرۍ‌ څخه ملاتړ کوي او د بشري‌ حقوقو ضد کړنو کې لاس لري.

په اعلاميه کې راغلي، چې امريکا ايرانيانو ته د درملو او د طبي خدمتونو او تاسيساتو د لاسرسي د مخنيوي له لارې د دغو کسانو د ژوند شرايط سخت کړی،‌ په ځانګړې توګه د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې.  د امريکا دغې کړنې د ايرانيانو اساسي‌ حقونه لوټ کړی، د ايران په ميليونو کسانو ژوند ته يې زيانونه رسولي او د دوی پر اقتصادي او ټولنيزو حقونو يې منفي اغيزې کړې.  د امريکا ياد ۲۴ کسانو په دغو ناقانونه کړنو کې لاس درلود.