سږ کال به په مکه کې د حج ادا کوونکو شمېر له يو ميليون څخه زيات شي
CMG2022/04/10 14:35:02
شريکول:

د سعودي عربستان د حج ادا کولو چارو وزارت د اپريل پر ۹ مه نېټه اعلان وکړ چې سږ کال به په مکه کې د حج ادا کوونکو شمېر له يو ميلينون څخه زيات شي او په کښې به د دغه هېواد له دننه او بهر څخه حجیان شامل وي.

د مالوماتو له مخې، ياد وزارت په همدې ورځ وويل، هغه کسان چې عمرونه يې له ۶۵ کلونو څخه کم وي، د کرونا ضد واکسين يې پوره تطبيق کړي وي  د حج ادا کولو په مراسمو کې ګډون کولی شي. بهرنيان بايد د کرونا ويروس د نيوکليک اسيد ازموينې  منفي پايله وړاندې کړي.

ياد وزارت زياته کړه چې د حج ټول اداکوونکې بايد د کرونا ضد د مخنيوي او کنټرول لپاره د اړوندو مقرراتو مراعات کړي.