سينهوا اژانس د اپريل په لسمه نېټه د فرانسوي خبري رسنيو په قول د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلې په اړه خبر ورکړی، چې له مخې يې د دغه هيواد اوسني ولسمشر اېمانوېل مکرون او د ښې اړخې ملي شورا د ګوند مشره مارېن لوپېن د دې هيواد د ولسمشريزو ټاکنو د لومړي پړاو پايلې کې مخکښ ځايونه خپل کړي او دويم پړاو ته يې لاره موندلې ده.
د فرانسې يو ټلويزيون د فرانسې د ټولپوښتنې د يوه شرکت په قول ويلي، چې په يادو ټاکنو کې اېمانوېل مکرون ۲۸.۲ سلنه او مارېن لوپېن ۲۳.۴ سلنه رايې ترلاسه کړې دي.