ناټو غواړي، د دغه سازمان په ختيځه پوله کې دايمي نظامي شتون ولري
CMG2022/04/11 10:41:53
شريکول:

د ناټو سرمنشي جينس سټولټينبيرګ د اپريل په ۹مه نېټه د برېتانيې رسنيو ته ويلي چې ناټو پلان لري، د دغه سازمان په ختيځه پوله کې دايمي نظامي شتون ولري.

هغه په اشارې  ويلي، چې ناټو به په راتلونکي جون کې د هسپانيا په پلازمينه مادريډ کې يوه سرمشريزه غونډه تر سره کړي او په ترڅ کې به يې د اړوندو تګلارو په هکله بحثونه وکړي. د ناټو هدف دا دی، چې د ايسونيا، لاتونيا، ليتوانيا او پولنډ په شمول د ختيځې اروپا هېوادونه له روسيې سره د مقابلې لپاره عمده ځواکونه وګرځوي.