هند د پاکستان پر لور د توغول شوي توغندي په اړه پلټنه بشپړه کړې
CMG2022/04/11 14:13:07
شريکول:

د هند خبري رسنيو د اپريل په لسمه نېټه خبر ورکړی، چې هند د هغې پېښې په اړه پلټنه تر سره کړې، چې د تېر مارچ په نهمه نېټه يې په تېروتنې د پاکستان پر لور د PJ-10 ډول توغوندی توغولی و او هندي چارواکو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې وه.

رسنيو د هند د حکومتي سرچينو په قول ويلي، چې دغه پېښه په پشپړه توګه د مخنيوي وړ وه او څو تنه چارواکي به له جدي سزا سره مخ شي.

د هند د دفاع وزارت د اپريل په يوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اپريل په نهمه نېټه يې د تخنيکي ستونزې له امله د پاکستان پر لور يو توغندی توغولی او خوښي يې ښودلې، چې په دغې پېښې کې چا ته مالي او ځاني زيان نه دی اوښتی.