د چین او افریقا د تمدنونو لومړۍ تبادلوي غونډه ترسره شوه
CMG2022/04/11 14:55:05
شريکول:

د چین او افریقا د تمدن لومړۍ تبادلوي غونډه د اپريل په ۹مه نېټه د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ، د چین ـ افريقا څېړنيز انسټيټيوټ او په چین کې د افریقايي ليګ استازنځي لخوا په انلاین او افلاین ډول ترسره شوه.  

د افریقا څو ډيپلوماتانو په دغه غونډه کې وویل، چې د افریقا او چین د تمدنونو تبادلوي تاریخ ډېر اوږد دی، چې دواړو خواوو حتی ګردې نړۍ ته يې ډېرې ګټې رسولي دي.

یاده غونډه تر دې عنوان لاندې ((په نوې زمانه کې دې د تمدنونو د تبادلې او متقابلو زده کړو له لارې د چین او افریقا د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه وهڅول شي)) ترسره شوه. د دې غونډې موخه دا ښودل شوې، چې د چین او افریقا د کلتوري تبادلې لپاره یوه نوې زمینه برابره او د دواړو خواوو ترمنځ د تمدنونو تبادلې او متقابلې زده کړې وهڅول شي.

په چين کې د افريقايي ټولنې د استازنځي دايمي استازي عبدالرحمن تاراعثمان په خپله وينا کې وويل، چې د افريقا او چين دوديزو تمدنونو د اجتماعيت نظريه، د انسانانو او د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږۍ موجوديت زيات کړی او د افريقا او چين د تمدنونو ترمنځ فاصله يې نږدې کړې ده او دغه راز د افريقا او چين د تمدنونو ترمنځ په تبادلې کې يې د برابرۍ، ارامۍ او دوستۍ ځانګړتیاوې رامنځته کړې دي. د افريقا او چين تمدنونو د يو ځای کېدو يو مهم ټکی دا دی، چې نړۍ ته د هماهنګۍ ګډ ژوند، مساوي چلند او متقابل درناوي مهم مفکوره وړاندې شي او دا په اوسني پيچلي او ستونزمن نړيوال چاپيريال کې ستر ارزښت لري. هغه وویل:

((ځینو لویدیځو پوهانو ډېر پخوا د تمدن د مفکورې په اړه یو اړخیزې څرګندونې کړي، لکه د تمدن د ګټو او زیانونو تیوري، د تمدن د تاریخي پایښت تیوري، د تمدنونو د ټکر تیوري او داسې نورې يې یادولی شو. د نړۍ د نورو تمدنونو په څېر، د افریقا او چین تمدنونه هم د ویاړ وړ ایډیالوژیکې او مادي لاسته راوړنې لري او د انسانانو په پرمختګ کې يې خدمتونه ترسره کړي، د چین او افریقا تمدنونه خپل ځانګړي ځايونه او د پرمختګ لپاره روښانه امکانات لري.))

په چين کې د ايتوپيا سفير تيشوم توګا په خپله وينا کې په اشارې وويل، چې د افريقا او چين ترمنځ دوستانه همکاري د متقابل سياسي باور پر بنسټ او د برابرۍ او متقابل احترام پر اصولو ولاړه ده. نوموړي وویل:

((مساوي شریکان یو له بل سره په خبرو اترو کې ښکیل وي، د یو بل په نظریاتو پوهیږي او خپله اراده پر نورو نه تحمیلوي. رښتينۍ دوستي د یو بل اندیښنو ته په رسېدو او ګټو ته په درناوي وده کوي. دا ډول دوستي ځانګړې نه ده، خو د اړتیا په وخت کې له یو بل څخه کلک ملاتړ کوي.  زما په اند، افريقا او چين د يو بل اصلي اندېښنو ته درناوى لري، د همکارۍ بریالیتوبونه سره شريکوي او د ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله کوي او د افريقا او چين دوستي او همکاري به همداسې دوام ومومي.))

په چین کې د سومالیا سفیر اولي علي کولني په خپلو خبرو کې وويل، چې د افريقا او چين تبادلې اوږد تاريخ لري او دواړو خواوو د ملي خپلواکۍ د تحقق په بهير کې ژوره دوستي ټينګه کړې ده. بله خوا، د کرونا وبا ضد د مبارزې او د اقتصادي پرمختګ په صورت کې، دواړه خواوې د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا پټ قوت لري. دغه غونډه د چین ـ افريقا څېړنيز انسټيټيوټ د جوړېدو د درېيمې کاليزې په درشل کې ترسره شوه.

د چین ـ افريقا څېړنيز انسټيټيوټ د چين او افريقا د کلتوري تبادلې يو نوی ډګر جوړ کړی او دا د دواړو لوريو د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او د متقابلو زده کړو د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري.