د افغانستان په څو ولايتونو کې د کانونو د سروې او استخراج چارې پيل شوي
CMG2022/04/11 16:37:25
شريکول:

د افغان سرپرست حکومت د لومړي وزیر د مرستيال ملا عبدالغني برادار په مشرۍ اقتصادي کميسيون د اپريل په نهمه نېټه د کانونو او پېټروليم وزارت ته هدايت کړی، چې د هرات په  غوريان او د غور په تولک ولسوالۍ کې د اوسپنې سروې ترسره او کانونه استخراج کړي.

دغه کميسیون په ياد هدایت کې ويلي، چې د افغانستان د کانونو او پېټروليم وزارت بايد له کورنيو شرکتونو سره قرردادونه لاسليک کړي.