چينايانو خپله ژمنه پوره کړه
CMG2022/04/11 15:27:14
شريکول:

چين له نړۍ سره ژمنه کړې وه، چې د بېجينګ ژمنۍ اولمپيک لوبې به په برياليتوب ترسره کوي او دا یې خپل مهم ستراتيژيک پلان بللی و.

چينايانو د اولمپيک روحيه په ټينګ عزم ساتلې او په عمل کې يې ثابته کړې او خپلې کړې ژمنې ته يې د عمل جامه وراچولې ده.

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۴مه نېټه د بېجينګ د ۲۰۲۲ م کال اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د لوبو د پېل اعلان وکړ.

په چين کې د ژمنې په اړه يو مشهور متل دی؛ وايي، يو وګړي بايد د اعتماد وړ خبرې وکړي او خپلې ژمنې بايد پلې کړي.

 چين هم ژمنه کړې وه، چې نړۍ ته به د اولمپيک په زړه پورې لوبې وړاندې کوي، نو ځکه د بېجينګ د اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو تر سره کول ورته ډېره مهمه دنده وه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله د دې دندې سيستماتيکه لارښوونه کوله.

نوموړي د زرغون، شريک، پرانيستي او سپېڅليتوب په بڼه د دغو لوبو د کوربتوب مفکوره وړاندې کړې وه او (( د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنيو لوبو د مقدماتي چارو ښه تر سره کول )) يې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور او د دغه هېواد د څوارلسم پنځه کلن پلان د طرحې په وړانديزونو کې هم شامل کړي او تر ۲۰۳۵م کال پورې د عصري سوسياليستي هېواد په توګه د چين د ابادولو د لرليد په طرحې کې يې هم دا موخه ور زياته کړې، چې چين به د سپورټ په برخه کې يو ځواکمن هېواد وګرځي.

 

د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې د ۹۱ هېوادونو او سيمو نږدې ۳۰۰۰ لوبغاړو ګډون کړی و او ۲ نړيوال ريکارډونه او د اولمپیک د ژمنيو لوبو ۱۷ ريکارډونه يې پکې جوړ کړي او نړۍ ته يې د دغو لوبو د شعار (( لاچټکتيا، لا لوړتيا، لا پياوړتيا او يو ځای کېدل)) روحيه څرګنده کړې ده.

 

چيني لوبغاړو په دغو لوبو کې ۹ طلايي، ۴ نقرايي او ۲ ژېړ ميډالونه ګټلي او له ۱۹۸۰م کال راهيسې يې لومړی ځل و، چې دومره زیات ميډالونه يې ګټلې دي.

 

رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د سنو بورډ سکي وهلو چيني لوبغاړي سو يي مينګ ته په ځوابي پيغام کې د چين د يخ او واورې ټولو لوبغاړو ته مبارکي ويلې او نيکې هيلې او پېرزوينې يې ور ته وړاندې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې سو يي مينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ډګر کې د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې برياليتوب تر لاسه کړی او نوموړی يې ستايلې دي!

 

چين ژمنه کړې وه، چې د اولمپيک د ژمنيو لوبو په رڼا کې به درې سوه ميليونه وګړي د واورو او یخ په لوبو کې ګډون وکړي.

چين يادې موخې ته ورسید او په نړۍ کې اوس د ژمنيو لوبو نوې زمانه پېل شوې ده.

چينايانو د رئيس شي جين پينګ تر خاصې لارښوونې لاندې خپله  ژمنه پوره کړه.

 

رئيس شي جين پينګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پيل مخکې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئیس توماس باخ سره د لېدنې په ترڅ کې ويلي وو، چې درې سوه ميليونه چينايان به د يخ او واورو په لوبو کې ګډون وکړي او د دوی دغه ګډون به د چين د سپورټي چارې وهڅوي.

توماس باخ له رئیس شي جين پينګ سره په وروستۍ ليدنې کې وويل، چې چين خپلې هغې موخې ته رسېدلی، چې ويلي يې وو، په يخ او واورو لوبو کې به درې سوه ميليونه چينايان ګډ‌ون وکړي او دا یې د چين لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او هم يې د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره ستر خدمت وباله.

 

د بېجينګ اولمپيک او پارالمپيک ژمنۍ لوبې په زړه پوري وې.

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې رئيس پارسونس د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې دغه لوبې د حيرانۍ وړ، خوندي او ډېرې په زړه پورې وبللې او ويې ويل، چې د بېجينګ يادې ژمنۍ لوبې به د راتلونکو پارالمپيک ژمنيو لوبو لپاره ښه نمونه وي.