د اطريش صدراعظم به له مسکو څخه ليدنه وکړي
CMG2022/04/11 10:11:22
شريکول:

د اطريش صدراعظم کارل نيهامير د اپريل په لسمه نېټه وويل، چې دی به د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د روسیې پلازمينې مسکو ته ولاړ شي او د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير پوټين سره به ملاقات وکړي.

نوموړي خبري رسنيو ته ويلي، چې هغه په خپله خوښه غواړي، له روسیې څخه ليدنه وکړي، تر څو د روسیې او اوکراين تر منځ ډيالوګ او اوربند وهڅوي او د دغې ليدنې په هکله يې د اروپايي ټولنې د کميټې له رئيسې ورسولا ون دير لين، د جرمني صدراعظم ولاف سچولز او د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره سلامشورې کړی او د اوکراين ولسمشرولاديمير زلنسکي ته يې هم خبر ورکړی دی.