قطر او ايران به د فوټبال د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام په درشل کې همکارۍ وکړي
CMG2022/04/11 11:38:55
شريکول:

د قطر ټرانسپورټ او مخابراتو وزارت د اپريل په لسمه نېټه ويلي، چې قطر او ايران به د فوټبال د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام په درشل کې د فوټبال مينه والو د هرکلي او ترتيباتو په چارو کې همکارۍ وکړي.

دواړه هېوادونه به د لاسليک شوي تړون له مخې، د دغه نړيوال جام په درشل کې د فوټبال مينوالو لپاره د ايران د جنوب کيش ټاپو او د قطر د پلازمينې دوحې ترمنځ ۴۰۰ مستقيم پروازونه برابر کړي. بر سيره پر دې، دواړه هېوادونه به د فوټبال مينه والو لپاره د ۴ لويو بېړيو خدمتي چارې هم ترتيب کړي.

ايران اټکل کړی، چې د فوټبال د نړيوال جام په موده کې به نژدې سل زره د فوټبال مينه وال ايران ته سفرونه وکړي.

د قطر د فوټبال نړيوال جام لوبې به د روان کال د نومبر له ۲۱مې نېټې څخه د ډسمبر تر ۱۸مې نېټې پورې تر سره شي.