د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپريل د ۱۰مې نيټې له غرمې وروسته د های نان ولايت په سان يا ښار کې د يا جو وان په نوم د تخمونو لابراتوار او د چين د سمندر پوهنتون د سان يا ښار د سمندري چارو له انسټيټيوټ څخه کتنه وکړه او په های نان کې د تخمونو چارو د نوښت او د سمندري چارو د ساينس او تېکنالوژۍ د پرمختګ په هکله يې معلومات واوريدل.
های نان ولايت په چين کې د تخمونو د روزنې يوه مهمه اډه ده، او د ټول هېواد د کرهنيزو توليداتو ۷۰ سلنې نوي تخمونه هملته روزل کېږي. های نان ولايت د چين د سمندر دوه په درې مساحت اداره کوي او د ژور سمندر د استخراج او کارونې په شمول د تېکنالوژيو د څيړنو په برخه کې ځانګړي شرايط لري. شي جين پينګ د سمندري چارو د قوي هېواد ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري.