د جرمني خبري رسنۍ: چين د انرژۍ د خونديتوب لپاره د نويو انرژيو د پرمختګ په هڅه کې دی
CMG2022/04/11 14:07:05
شريکول:

د جرمني هنډلزبلټ ورځپاڼې (Handelsblatt) په دې وروستيو کې پر خپلې ويبپاڼې د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې چين د انرژۍ د خونديتوب لپاره د نويو انرژيو د پرمختګ په هڅه کې دی. په دغه ليکنه کې ليکل شوي، چې د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد په توګه د چين د انرژۍ اړتياوې مخ پر زياتېدو دي.

د چين حکومت د نړيوالو جيوپوليټيکو شخړو د سختېدو پر وړاندې د انرژۍ د خونديتوب تامينول يو مهم کار بللی دی.

په دغه ليکنه کې دا هم راغلي، چې چين په نړۍ کې د هايډروجن انرژۍ تر ټولو لوی توليدوونکی او مصرفي هېواد دی.

د چين حکومت په مارچ کې د هايډروجن انرژۍ د صنعتي پرمختګ په برخه کې د منځنۍ او اوږدې مودې طرحه خپره کړې او دا موخه يې ټاکلې، چې له ۲۰۲۵م کال وروسته به هر کال لږ تر لږه سل زره ټنه هايډروجن انرژي توليد کړي.