چين د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شريف ته مبارکي وویله
CMG2022/04/12 16:09:56
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۲مه نېټه شهباز شریف ته د پاکستان د صدراعظم په توګه د ټاکل کېدو په پار مبارکي وويله.

 

نوموړي وويل، چې چين او پاکستان هراړخيز ستراتيژيک ملګري دي او خپلمنځي اړيکې يې د ډبرو په شان کلکې دي.

جاو لي جيان زياته کړه، چې چين به له پاکستان سره يو ځای د چين او پاکستان اقتصادي دهليز اباد کړي او په نوې زمانه کې به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي.