نړيواله ټولنه دې د کرونا وبا د مخنيوي او د واکسين د عادلانه ويش څواړخيزم لار خپله کړي
CMG2022/04/12 10:07:40
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اپريل په يوولسمه نېټه د امنيت شورا د کرونا وبا د مخنيوي او د واکسين د ويش په اړه يوې علنۍ غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې رښتينی څو اړخيزم پلی او د روانې وبا د مخنيوي په پار رغنده لارې چارې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې، چې نړۍ د کرونا وبا درېیم کال ته داخله شوې او انسانانو د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې اغيزمنې لارې چارې خپلې کړي، خو وبا لاهم پای ته نه ده رسيدلې.

جانګ جون په خپلو خبرو کې د اوسنيو ستونزو پر وړاندې څو نظرونه وړاندې کړل او لومړی نظر یې دا وښود، چې نړيواله ټولنه دې د فزيکي معافيت د تضمين لپاره هڅې وکړي،  دوهمه خبره يې د پرمختيایي هېوادونو د عامه روغتيايي سيستم ابادي ياده کړې، چې باید پياوړې شي، درېيم نظر يې دا وړاندې کړی، چې بېلا بېل هېوادونه دې تر کرونا وبا وروسته د اقتصادي سمسورتيا او ټولنيز پرمختګ په خوځښت راولي او څلورم يې دا ويلي، چې نړيواله ټولنه دې څو اړخيزم پلی کړي.