تهران: امریکا د ایران د اټومي تړون هوکړې ته د رسېدو هوډ نه لري
CMG2022/04/12 10:24:58
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د اپرېل په ۱۱مه نېټه وويل، چې لا تر اوسه دا نه ده مالومه ، چې د ایران د اټومي تړون ښکېلې خواوې به يوې ګډې موافقې ته ورسیږي که نه، ځکه امریکا لا هم هوکړې ته د رسېدو هوډ نه دی ښودلی.


خطيب زاده په همدې ورځ په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، که د ايران حکومت وغواړي، له خپلې سرې کرښې تېر شي، نو څو مياشتې وړاندې به يوې موافقې ته رسیدلی وای.

هغه وویل، که څه هم د ایران لپاره مهمه ده، چې ایرانیان د بندیزونو له لرې کولو څخه ګټه پورته کړي، خو د ایران مرکچي پلاوي تل په روانو مذاکراتو کې پر خپلې سرې کرښې ټينګار کړی دی.