د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د اپريل په ۱۱مه نېټه وويل، سره له دې چې د اوکراين رويه ثابته نه ده، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو نه دوام لامل شتون نه لري.
نوموړي وويل، چې روسيې په نړيوال ډګر کې د امريکا په مشرۍ د لويديځو هېوادونو د بادارۍ او تسلط د ختمولو په موخه نظامي بريدونه پيل کړي دي.
د اوکراين د ملي دفاع وزارت وياند موتوزيانيک ويلي، چې د روسیې ځواکونو بر دونباس د بريد لپاره تياری نیولی او ښايی په نژدې راتلونکې کې د اوکراين له ځواکونو سره سختې جګړې وکړي.