چين: پرمختګ يې د نړۍ لپاره فرصت دی، چا ته ګواښ نه دی
CMG2022/04/12 10:23:00
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپرېل په يوولسمه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې د چين پرمختګ د نړۍ لپاره يو فرصت دی او هېچا ته به ګواښ پېښ نه کړي او پر ناټو یې غږ وکړ، چې   د چين پر ضد د دروغو او پارونکو څرګندونو مخنيوی وکړي.

وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په خبري ناستې کې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل، چې د ناټو مشران له يوې مودې راهیسې پر حقيقتونو سترګې پټې کړي، سم او ناسم يې ګډوډ کړي او پر چين بې اساسه تورونه لګولې دي.

نوموړي زياته کړه، چې ناټو د چين د بهرنيو تګلارو په اړه بې ځایه تبصرې کړي او چين يې نړۍ ته يو ګواښ بللی او په دې وروستيو کې يې پر چين زور اچولی دی.

جاو لي جيان وويل، چې چين د ناټو له يادو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي او څو څو ځلې يې دغه سازمان ته احتجاج هم وړاندې کړی دی.