په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۹۷۰۵۷۲۳۹ ته رسېدلی
CMG2022/04/12 14:43:28
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۱ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې د شپې تر ۸ بجو او ۲۰ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۵۴۹۷۰۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۹۷۰۵۷۲۳۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۷۵۰ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۱۷۹۱۰۴ ته رسېدلی دی.