شهباز شریف د اپرېل په ۱۱مه نېټه د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
د شهباز شریف د لوړې مراسم د روانې مياشتې د ۱۱مې نېټې په شپه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ترسره شول.
د مالوماتو له مخې، د پاکستان ولسمشر عارف علوي د ناروغۍ له امله په يادو مراسمو کې ګډون نه و کړی او پر ځای یې د دغه هيواد د مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجراني د يادو مراسمو مشري کړې ده.
د شهباز شریف د لوړې په مراسمو کې د پاکستان پخواني لومړي وزير یوسف رضا ګيلاني او د خلکو ګوند مشر بلاول بټو هم ګډون کړی و.