د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين سي پې ایي ثابته وه
CMG2022/04/12 15:43:14
شريکول:

د چين د شمېرنې دولتي ادارې د اپريل په ۱۱مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په چين کې د تېر مارچ د سي پي ايي (CPI) يا د مشتريانو د بيو شاخص د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو اعشاريه پنځه سلنه زياتوالی ښيي.

يادې شمېرې داسې مهال خپره کړې، چې د چين په دننه کې د کرونا وبا بيا سر را پورته کړی او په ګردې نړۍ کې د توکو بيې په لوړېدو دي.

  د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د سي پي ایي (CPI) د زياتوالي منځنی انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو اعشاريه يو سلنه ښودل شوی او ترې څرګندېږي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې اړوند شاخص د ثابتوالي په حال کې دی.

د کارپوهانو په اند، په تېرو څو مياشتو کې د نړيوالو سياسي شخړو له امله په نړيوال بازار کې د غلو دانو او خواړو بيې لوړې شوي او لا هم د لوړېدو په حال کې دي او نړۍ هم د پيسو د پړسوب د سختېدو له ګواښ سره مخامخ دی، خو څرنګه چې د چين اقتصاد پر له پسې پرمختګ کوي، بازار يې لوی دی، حکومت يې مناسب تدبيرونه نيسي، په تېرو پر له پسې کلونو کې يې د غلو دانو حاصلات ښه وو او د صنعتي، کرنيزو او خدمتي چارو پرمختګ يې ثابت ښودل شوی، نو د چين په دننه کې د توليداتو د بيو ثابتوالی ساتل کېږي.

 د پاملرنې وړ ځای دا دی، چې د امريکا او اروپا په شمول ګڼو اقتصادونو کې د تېر کال له دوهمې نيمايي څخه، د پيسو د پړسوب فشارونه د زياتېدو په حال کې دي.

د چين حکومت د پيسو د پړسوب پر وړاندې د تېر کال له دوهمې نيمايي څخه، په تېره بيا د تېر کال په څلورمه ربعه کې د کورني اقتصاد د ارامتيا او پرمختګ لپاره يو لړ مؤثر تدبيرونه نيولي دي. د چين د پاليسيو د علومو اکاډمۍ د اقتصادي پاليسيو د کمېټې مرستيال شيو هونګ څای په دې اند دی، چې بازار ته د توليداتو د برابرولو او ثابتو بيو لپاره دې د لويو توليداتو او انرژيو د بيو ارامتيا ته لومړيتوب ورکړل شي. دغه راز، د چين حکومت د سکارو او برېښنا د بيو د اصلاحاتو په شمول ګڼ تدبيرونه نيولي دي، څو بازاري نظام د منابعو د ويشلو په برخه کې لا ښه رول ولوبوي.

په چين کې د کرونا وبا د بيا خورېدو او د نړيوالو سياسي شخړو د سختېدو له امله، د غلو دانو، نفتو، طبعيي ګازو، اوسپنو او غيرفيرس فلزاتو بيې هم د لوړېدو په حال کې دي، چې دا پر صنعتي تصديو منفې اغيزې کولی شي. د چين حکومت د دغو منفي اغيزو د ليرې کولو لپاره جدي او اغيزمن تدبيرونه نيولي دي.

د کارپوهانو په اند، د چين د سي پي ايي (CPI) شمېرې څخه څرګندېږي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې يې اقتصاد د ثابت پرمختګ په حال کې و.

چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی. د چين ثابت اقتصاد د نړيوال اقتصاد لپاره ګټور دی او د شا تګ د فشار د کمښت لپاره يې ښه تکيه بلل کيږي.