د اطريش صدراعظم له روسيې څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/12 10:11:49
شريکول:

د اطريش صدراعظم نيهامير د روانې میاشتې په يوولسمه نېټه له روسيې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې هېواد له ولسمشر ولاډيمير پوتين سره کتلي دي.

نيهامیر له خپل روسي سیال سره تر ملاقات وروسته یوه اعلاميه خپره کړې او له ولسمشر ولاډيمير پوتين سره يې ملاقات مستقيم، پرانیستی او له ستونزو ډک بللی.

هغه له پوتين غوښتي، چې په اوکراين کې روانه جګړه پای ته ورسوي او ويلي يې دي، چې په جګړه کې به یو لوری هم بری خپل نه کړي، بلکې ټولو ته به یې زيانونه ورسيږي.

نیهامير زياته کړې، چې روسیې ته یې په دوستانه فضا کې سفر نه دی کړی او پر اروپايي ټولنې يې غږ کړی، چې پر دغه هيواد خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، که اوکراينيان په دوامداره توګه په دې جګړې کې ووژل شي، نو پر روسيې د اروپايي ټولنې بنديزونه به هم سخت او دوام ومومي.