د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو پریکړه ونه شوه
CMG2022/04/12 10:33:03
شريکول:

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزپ بوريل د اپريل په ١١مه نېټه ويلي، چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو په همدې ورځ د روسيې پر تېلو او طبيعي ګازو د بنديزونو د لګولو په اړه پرېکړه نه ده کړې.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په همدې ورځ په لوګزامبورګ کې غونډه ترسره کړې ده.

بوریل له غونډې وروسته په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې اروپايي ټولنه به د اړوندو بندیزونو د پلي کولو او د روسیې پر اقتصاد د دوی د اغیزې په اړه بحثونو ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړې، چې د اروپايي ټولنې ځینې غړي هیوادونه د روسیې په انرژۍ ډېره تکیه لري او بندیزونه به یې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ د "غیر متناسب شوک" لامل وګرځي. هغه باور ښودلی، چې اروپايي ټولنه به د بندیزونو په پریکړه کې متحده وي او په ګډه به پرېکړه کوي.