شي جين پینګ د های نان ولايت له ماو نا کلي څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/12 15:58:22
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په یوولسمه نېټه د های نان ولايت د وو جه شان ښار د شوي مان علاقه دارۍ له ماو نا کلي څخه ليدنه وکړه او په سيمې کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو د لاسته راوړنو او د کلي د ابادۍ په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.

ماو نا کلی د های نان ولایت د د شوي مان علاقه دارۍ په جنوب لويديځ کې پروت دی او ۱۲۸ تنه نفوس لري.

د ځايي سيمې د ځانګړو جغرافيایي شرايطو له کبله هلته د چای د کښت چارو ښه پرمختګ موندلی او د کښت مساحت يې نژدې څلوېښت هېکتاره ښودل شوی دی.

ځايي حکومت  په دې وروستيو کلونو کې په يادې سيمې کې د سيلانۍ د نمونوي ځای د ابادۍ لپاره سيلانيزو چارو ته پرمختګ ورکړی او هوډ یې ښودلی، چې دغه سيمه به په راتلونکې کې د سمسورو کليوالو سيمو نمونه وګرځي.