د چين استازی:که په اوکراين کې روانه ګډوډي پای ته ورسيږي، نو ښځې او ماشومان به له زورزياتي خوندي پاتی شي
CMG2022/04/12 10:29:40
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي داي بينګ د اپريل په ۱۱مه نېټه د امنيت شورا لخوا د اوکراين د ښځو او ماشومانو د مسئلو په څېړنيزې غونډې کې په اشارې ويلي، چې ي که په اوکراين کې ګډوډي ژر پای ته ورسيږي،نو ښځې او ماشومان له زورزياتي څخه خوندي پاتې کېدلی شي.

نوموړي ويلي، چې ښځې او ماشومان په زورزياتي کې هميشه له زيانونو سره مخ وي او د جګړو په وخت کې بايد لومړی د دوی امنيت وساتل شي.

چين د اوکراين حالاتو په اړه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې نړيوال بشري قانون مراعات کړي، د ښځو او ماشومانو امنيت دې وساتي، د ښوونځيو او روغتونونو په شمول د ملکي تاسيساتو خونديتوب دې وساتي، له خطر ځايونو څخه  د خلکو د وتلو او ژغورنې او طبي مرستو په برخو کې دې ښځو او ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړې.

چين د کراماتورسک په اورګاډي سټېشن کې د بريد له امله يې د لسګونو ښځو او ماشومانو په شمول بې ګناه وګړيو  ته پکې مرګژوبله اوښتې ، خواشيني څرګنده   کړې، د دغې پيښې د جدي پلټنې غوښتنه يې کړې ده.