شي جين پينګ د های نان د حاره منطقې له ملي باغ څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/12 15:48:39
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپريل په ۱۱مه نېټه د های نان د حاره منطقې د ملي باغ له وو جي شان سيمې څخه ليدنه وکړه.

دغه باغ په چين کې د لومړۍ کچې له پنځو دولتي باغونو څخه دی، چې پکې د حاره منطقې یا ګرمې سیمې تر ټولو پراخ او لوی ځنګل پروت دی.

د وو جي غر د های نان ټاپو په مرکزي برخه کې دی، چې پکې د وحشي حيواناتو او ځانګړو نباتاتو شمېر پکې مخ په ډېرېدو دی.