له های نان سره د شي جين پينګ ځانګړې مينه
CMG2022/04/12 14:47:01
شريکول:

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپریل په ۱۰مه نېټه د های نان ولایت په سان یا ښار کې د یاجوان د تخمونو له لابراتوار او د چین د سمندري پوهنتون د سان یا سمندري څېړنيز انسټيټیوټ څخه ليدنې وکړې او د تخمونو او سمندري چارو په اړه د ټکنالوژۍ د پرمختګ کارونه يې له نږدې وکتل او مالومات يې ترلاسه کړل.

شي جين پينګ په حقیقت کې له های نان ولایت سره ځانګړې مينه لري.

د شي جين پينګ د دفتر د کتابونو په المارۍ کې د هغه او د ده پلار ګډ عکس اېښودل شوی او دغه عکس د ١٩٧٩م کال په جنورۍ کې اخيستل شوی دی. هغه مهال شي جين پينګ ځوان و او په های نان کې يې له خپل پلار شي جونګ شونګ سره د کتنې په ترڅ کې دغه عکس اخیستی و.

نوموړي دغه عکس د کتابونو په المارۍ کې اېښی او داسې ښکاري، چې ځانګړی احساس یې ورپسې تړل شوی دی. های نان په هغه وخت کې يو بې وزله او وروسته پاتې ټاپو و، خو د ځايي خلکو زيارونو او هڅو شين جين پينګ ته ډېرې ژورې خاطرې وربښلې دي.

شي جين پينګ په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې له های نان څخه څو ځلې ليدنه کړې ده.

های نان اوس یو نړيوال سيلانيز تمځای دی، دا چې څنګه دغه کوچني ټاپو پرمختګ کړی او په يوه نړيوال سيلانيز تمځای بدل شوی دی، رئیس شي جين پينګ يې ټول بهیر څارلی دی.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د هان نان ولایت پرمختګ د اصلاحاتو او ورخلاصون نتیجه بللې ده.

په چین کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهیسې، های نان ګام په ګام له بېوزلۍ څخه وتلی او اوس یې بڼه بدله شوې او د چین یوه پرانیستې او له حیاتي ځواک څخه ډکه سیمه ګرځېدلې ده او د اقتصاد او ټولنې په ابادۍ کې يې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

د های نان بدلون د چین بڼه څرګندوي

۲۰۱۸م کال د های نان ولایت د ځانګړې اقتصادي سيمې د جوړېدو له ۳۰مې کالیزې سره برابر و. شي جين پينګ د های نان د ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړېدو د ۳۰ مې کاليزې په لمانځغونډه کې ګډون کړی و او په خپله وینا کې يې په های نان کې د ازادې سوداګرۍ ازمويښتي سیمې له جوړېدو څخه ملاتړ اعلان کړ او د دغه ټاپو د پرمختګ د نوې دورې لپاره يې لار او نقشه وړاندې کړه.

د ازادې سوداګرۍ بندر په اوسنۍ نړۍ کې د پرانیستي اقتصاد او ورخلاصون بې ساري لوړه کچه ده. شي جين پينګ پخپله د های نان د ازادې سوداګرۍ  بندر جوړونې ترتیبات نيولي وو او هڅونه یې کوله. نوموړی په دې اند دی، چې د نظامونو نوښت ته باید ډېره پاملرنه وشي، مفکورې باید  ازادې او پراخې شي او په نوښتي چارو کې بايد زړور واوسيږو.

هغه دا موخه ټاکلې، چې تر ۲۰۲۵م کال پورې باید په های نان کې د ازادې سوداګرۍ او اسانې پانګونې ابتدايي تګلارې او نظامونه بشپړ شي، تر ۲۰۳۵م کال پورې باید های نان د چین د پرانیستي اقتصاد په برخه کې یوه نوره غښتلې نمونه جوړه شي او د روانې پېړۍ تر نيمايي پورې باید دغه ټاپو د لوړې سویې ازاد سوداګريز بندر په توګه جوړ او پياوړې نړیواله اغېزه باید ولري.

بو او اسیايي فورم په های نان کې د چین مهم نړیوال ډیپلوماتیک فعالیت دی.

شي جين پينګ د چین د کمونېست ګوند له اتلسم عمومي کانګرس راهیسې ۴ ځلې د بو او اسیايي فورم د کلنیو غونډو په پرانیستونکو مراسمو کې ویناوې کړي او د های نان پرمختګ او ابادۍ د هڅولو په عین وخت کې يې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو ته د ادامې ورکولو په اړه د چین ټينګه اراده هم په ډاګه کړې ده.

شي جين پينګ له های نان ولایت څخه په دغې تازه لیدنې کې د زیارکښو او هڅاندو کارکوونکو د حال احوالو پوښتنه کړې او نوې غوښتنې يې ترې کړې دي.

د های نان د پرمختګ او ابادۍ نوې نقشه ټاکل شوې او له دغه ټاپو سره د شي جين پينګ ځانګړي احساسات به نور هم راڅرګند او ځايي خلکو ته به خوږې خاطرې ورکړي.