د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۱۲ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۲مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۵ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۷۳۶۴۶۰ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۹۷۹۶۰۴۹۲ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۹۸۶ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۱۸۸۵۰ ته رسېدلی دی.