ايران به په اټومي خبرو اترو کې د امريکا له زياتو غوښتنو سره مقاومت ته دوام ورکړي
CMG2022/04/13 10:32:10
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د اپریل په ۱۲مه نېټه ويلي، چې په اټومي خبرو اترو کې د خپل هېواد د حکومتي پلاوي له کارونو څخه راضي دی. نوموړي ويلي، چې ايراني پلاوي په اټومي خبرو اترو کې تل د امريکا له زياتو غوښتنو سره مخالفت ښودلی او خپل مقاومت ته به دوام ورکړي.

هغه له ايراني چارواکو غوښتي، چې خپل کاري پلانونه د اتومي خبرو اترو پايلو پسې ونه تړي او ويلي يې دي، چې يادې خبرې به مثبتې او منفې پايلې لري، خو چارواکي باید خپلې ملي چارې پر وخت او ښې ترسره کړي.