روسیه د سپوږمۍ اکتشافي پلان بیا عملي کوي
CMG2022/04/13 11:23:00
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اپریل په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد په لیرې ختيځې سیمې کې د فضايي چارو له ډګر څخه د ليدنې په وخت کې ویلي، چې روسیه به د سپوږمۍ اکتشافي پلان بیا عملي کړي.
کریملین ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې ويلي، چې روسیه به د انسان وړونکي نوې فضايي بېړۍ او د فضايي اټومي انرژۍ د پرمختګ په اړه کوښښونو ته دوام ورکړي او د سپوږمۍ اکتشافي پلان به بیا عملي کړي او فضا ته به د سپوږمۍ-۲۵ نمبر اکتشافي ماشین ولیږي.