د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د موټرونو د خرڅلاو اندازه زياته شوې
CMG2022/04/13 14:16:02
شريکول:

د چين د موټر صنعت ټولنې په دې وروستيو کې تازه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې د ۲۰۲۲م کال په لومړۍ ربع کې د کرونا وبا او د چپسيټونو د کمبود تر اغېزو لاندې د چين د موټرونو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږ څه زياته شوې ده. روان کال په لومړۍ ربع کې په چين کې ۶ ميليونه او ۴۸۴ زره موټرونه توليد او ۶ ميليونه او ۵۰۹ زره موټرونه پلورل شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۲ سلنه او ۰.۱ سلنه زياتوالی ښيي. 

د يادولو وړ خبر دا دی، چې په چين کې په تېر مارچ کې د نوې انرژۍ کاروونکو موټرونو د توليد اندازه يې ۴۶۵ زره او د خرڅلاو اندازه ۴۸۴ زره وه، چې دا دواړه شمېرې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۱.۱ زياتوالی ښيي.