شي جين پينګ د یانګ پو د اقتصاد له انکشافي سيمې څخه ليدنه وکړه
CMG2022/04/13 14:31:24
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اپریل په ۱۲مه نېټه د های نان ولایت د جان جو ښار د یانګ پو د اقتصاد له انکشافي سيمې څخه ليدنه وکړه.
د یانګ پو د اقتصاد انکشافي سیمه د چین د دولت په کچه لومړۍ داسې سیمه ده، چې ډېرو بهرنيو پانګوالو پکې خپلې چارې پرانيستلي او د ګمرک ګدام له امتيازي تګلارو څخه هم پوره ګټې اخلي.

د دې سيمې د تېر کال د توليد عمومي ارزښت ۴۳ میلیارډه او ۶۶۰ میلیونه یوانه ښودل شوی، چې د وړم کال په نسبت په سلو کې 34.2 زیاتوالی ښيي.
د یانګ پو په بندري سیمې کې د کورنیو او بهرنیو معاملو لپاره د تګ راتګ ۳۹ کرښې پرانیستل شوي، چې د هېواد له عمده وو بندرونو او د جنوب ختيځې اسیا د هېوادونو له لویو بندرونو سره تګ راتګ کوي. (هیله)