د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اپريل په ۱۳مه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه.
د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې مطبوعاتي وياند او د شمېر او څېړنې ملي ادارې مشر لي کوې ون په يادې غونډې کې د ۲۰۲۲ م کال په لومړۍ ربعه کې د چين د وارداتو او صادراتو په هکله معلومات ورکړل.
نوموړي وويل، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو اندازه ۲۹۳۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶اعشاريه ۷سلنه زياتوالی ښيي.
کون ون وويل، چې يادو هېوادونو ته د چين د صادراتو اندازه بیا ۱۶۴۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶اعشاريه دوه سلنه زياتوالی او چين ته د وارداتو اندازه بیا ۱۲۹۰ ميليارډو يوانو ته رسيدلې، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷اعشاريه ۴سلنه زياتوالی ښيي.