جاپان بايد د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خوشې کولو پلان لغوه کړي
CMG2022/04/13 15:34:13
شريکول:

جاپان د تېر کال د اپريل په ديارلسمه نېټه اعلان وکړ، چې سمندر ته به د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ککړې اوبه خوشې کړي.

 د توکيو برېښنا شرکت په دې وروستيو کې د نړيوالې ټولنې  له غندنو او له ۱۸۰ زرو زياتو جاپانيانو له مخالفت سره سره پلان جوړ کړی، چې د اپريل په منځنۍ موده کې سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د ايستلو پايپ لين جوړ کړي.

 د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د توکيو برېښنا شرکت پر ځمکې د يادې پروژې برخه بشپړه کړې او نورې مقدماتي چارې يې روانې دي او د ټاکلي پلان له مخې به دغه ککړې اوبه د ۲۰۲۳م کال په پسرلي کې سمندر ته ورخوشې شي.

د فوکوشيما په اټومي برېښناکوټ کې سختې اټومي پېښې اوبه ککړې کړي او له راډيو اکتيف موادو ډکې دي او د عادي اټومي برېښناکوټونو له فضلو او خرابو اوبو څخه هم ډېرې خرابې او ډېر توپير ورسره لري.

جاپان سمندر ته د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو ايستلو بې ساری کار ترسره کوي او ښايي لوی نامعلوم خطرونه له ځان سره ولري. نړيواله ټولنه له تېر يو کال راهيسې د جاپان د دغې مغرضې پريکړې سخته غندنه کوي او جاپانيانو هم د دغې پريکړې ضد بيا بيا لاريونونه کړي دي.

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ يوې ډلې د سږ کال په لومړيو کې له جاپان څخه ليدنه وکړه او په دې اړه يې پلټنه کړې، چې سمندر ته د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو خوشې کول به پر انسانانو او چاپيريال څه اغېزې وکړي؟

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ ويلي، چې د يادې پلټنې نتيجه به په راتلونکې مۍ کې خپره کړي.

سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشې کول د جاپان کورنۍ چارې نه دي، بلکې دغه چاره پر ګردې نړۍ بد اغېز پرېباسي.

 نړيوال سمندري چاپيريال او ايکولوژيکي خونديتوب د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو له روغتيا سره نږدې تړاو لري.

د فوکوشيما په لومړي اټومي برېښناکوټ کې تر يو ميليون او ۲۵۰ زرو ټنو زياتې ککړې اوبه زيرمه شوې دي. که څه هم جاپان ويلي، چې دغه ککړې اوبه به له تصفيې وروسته سمندر ته خوشې کوي، خو علمي څېړوونکي په دې اند دي،  چې له تصفيې نه پاتې راډيو اکيف مواد به د سمندري حيواناتو په بدنونو کې پاتې شي او بيا به د انسانانو بدنونونو ته لار پيدا کړي او اټکل يې کړی، چې دغه راډيو اکتيف مواد به د ککړو اوبو له خوشې کېدو سره سم په  ۵۷ ورځو کې دننه د آرام سمندر په ډېرو سيمو کې خواره واره شي او په ۱۰   کالونو کې دننه به د ګردې نړۍ په سمندونو کې خپاره شي.

د جاپان د يوې خبري رسنۍ تازه سروې ښيي، چې له نيمايي زيات جاپانيان سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو له پلان سره مخالفت کوي او د دې هيواد د کب نيولو ټولنې مشر د اپريل په پنځمه نېټه يو ځل بيا پر حکومت غږ کړی، چې خپل پلان بېرته واخلي او د سمندر چاپېريال ته دې پاملرنه وکړي.
د جاپان حکومت په کور دننه د خپلو خلکو غږ نه اوري، نو د نړيوالو غږ به چېرته واوري؟
جاپاني چارواکي په دې فکر کې دي، که سمندر ته اټومي ککړې اوبه خوشې کړي، نو پر اقتصاد به يې زور رانشي او لګښت به يې کم شي او د تخنيکي ستونزو د حل په برخه کې به له اوږدمهالي جنجال څخه خلاص شي.

داسې ښکاري، چې د جاپان حکومت تر شا د امريکې لاس وي، ځکه هيڅ خطرونه په نظر کې نه نيسي او وېره نه لري.
د ملګرو ملتونو سمندري قانون وايي، چې ټول هېوادونه د سمندري چاپيريال د ساتلو مسئوليت لري او بايد د نړيوالو قوانينو له مخې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي.

 جاپان د ککړو اوبو د خوندي چلند په برخه کې ټولې لارې نه دي کارولي، بلکې هيڅ هڅه يې نه ده کړې، معلومات يې پوره نه دي خپاره کړي او له ګاونډيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره يې بشپړې سلامشورې نه دي کړي او د شخصي ګټو لپاره يې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشې کولو پريکړه کړې ده.

 د جاپان دغه کړنه ډېر غېر مسئولانه ده او که پر خپلې پرېکړې همداسې ټينګار ولري، نو ګاونډي هېوادونه يې او هم د نړۍ بحران ځپلي هېوادونه بيا حق لري، چې نړيوالو عدلي ارګانونو ته دعوا وکړي او په نورو بېلا بېلو لارو چارو له جاپان څخه تاوان واخلي.

ځمکنۍ کره د انسانانو ګډ کور دی. جاپان بايد سمدلاسه خپله ناسمه پريکړه لغوه  کړي او د مختلفو پلانونو له جدي ارزونې وروسته دې مناسبه پريکړه وکړي او  اوسمهال دې سمندر ته د ککړو اوبو د ايستلو له پلان څخه لاس واخلي.