پوتين: روسيه او بلاروس به د غربي هېوادونو د بنديزونو په مقابل کې ټينګ ودريږي
CMG2022/04/13 14:11:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اپريل په دوولسمه نېټه د روسيې د ليرې ختيځې سيمې د فضايي چارو په مرکز کې د بلاروس له ولسمشر الکسندار لوکشينکو سره په يوه خبري ناسته کې کتلي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه به د لويديځو هېوادونو د بنديزونو په مقابل کې د وحدت بهير پياوړی کړي او پر وړاندې به يې کلک ودريږي. نوموړي بلاروس د روسيې او اوکراين ترمنځ د راتلونکو خبرو اترو مناسب ځای بللی دی.

لوکشينکو ويلي، چې امريکا د بلاروس ضد مبارزې لپاره اوکراين، پولنډ او د بلتيک سمندر درې هېوادونه پارولي دي. بلاروس اړتيا لري، چې د روسيې پر دغه هېواد د بريدونو مخه ونيسي.