د فرانسې د ټولټاکنو د لومړي پړاو رسمي پايله اعلان شوه
CMG2022/04/14 11:05:25
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ټاکنو کميسيون د اپرېل په ۱۳مه نېټې د دغه هېواد د ټولټاکنو د لومړي پړاو رسمي نتيجه اعلان کړې، چې له مخې يې اوسنی ولسمشر ايمانويل ماکرون او د ښي اړخې ملي شورا ګوند نوماندې مارين لوپين تر نورو نوماندانو مخکښ او زياتې رايې تر لاسه کړې دي.
اېمانويل ماکرون د فرانسې په ولسمشريزو ټاکنو کې ۲۷.۸۵ سلنه او مارين لوپين ۲۳.۱۵ سلنه رايې خپلې کړې دي.
دوی دواړه به د اپرېل په ۲۴مه نېټه د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې سیالي وکړي..
د فرانسې ټاکنو قانون وايي، که د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې کوم نوماند ۵۰ جمع يو رايې ترلاسه نه کړي، نو ټاکنې به دوهم پړاو ته ځي او دوه مخکښ نوماندان به پکې سيالي کوي.
(خبرياله: شکريه)