جنوب ختيځه اسيا د چين لویه سوداګريزه همکاره ده
CMG2022/04/14 11:06:00
شريکول:



د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين ګمرکاتو عمومي ادارې د اپريل په ۱۳مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د چين او جنوب ختيځې اسيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د صادراتو او وارداتو عمومي اندازه په جلا توګه ۱۱۳۵۰ ميليارډو يوانو او ۱۳۱۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې ده.

نوموړي وويل، چې جنوب ختيځه اسيا يو ځل بيا د چين لومړۍ لویه سوداګريزه همکاره ګرځېدلې ده. 

د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون(RCEP) د نافذېدو په شمول د يو لړ نورو لاملونو له امله د چين او جنوب ختيځې اسيا تر منځ سوداګرۍ چټک زياتوالی موندلی دی.

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې وياند لي کوی ون په همدې ورځ په خبري ناسته کې وويل، چې د سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت تړون(RCEP) له نافذېدو سره د چين او جنوب ختيځې اسيا تر منځ اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې زياتې شوې دي.

د مالوماتو له مخې، د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو عومومي اندازه د چين او RCEP همکارانو تر منځ د صادراتو او وارداتو د عمومي اندازې  ۴۷.۲ سلنه نيسي.