امريکا د يو راپور له لارې د چين د بشري حقونو پر حالاتو تور نه شي لګولی
CMG2022/04/14 08:53:15
شريکول:

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۲مه نېټه د ۲۰۲۱م کال د ځينو هېوادونو د بشري حقونو په اړه راپور خپور کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۳مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې په اشارې وويل، چې د امريکا تش په نوم د نورو هېوادونو د بشري حقونو راپور کې د چين په اړه محتويات او د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکين څرګندونې بې ځايه او له حقيقت سره هيڅ سمون نه لري۔

جاو لي جيان وويل، چې په چين کې د بشري حقونو حالات څنګه دي، يوازې چينايان د دې  بيلانس مالومولئ شي. د چين د حکومتوالۍ توان څنګه دی؟ نړيوالې ټولنې ښه سم درک کړی او ليدلی دیِِ۔

جاو لي جيان زياته کړه، چې امريکا پر نورو هېوادونو بريدونه وکړل، چې له امله يې په ګردې نړۍ کې د کډوالو مسئله راپورته شوې ده او د امريکې د دغو بريدونو له امله يوازې په افغانستان، عراق او سوريه کې څه باندې دوه ميليونه خلک بې کوره او کډوال شوي دي. امريکا شل کاله مخکې تش په نوم د ترهګرۍ ضد جګړه پيل کړې او څه باندې نوي لکه تنه يې وژلي دي. امريکې په افغانستان کې هم جګړه  وکړه او  څه دپاسه يو لک کسان يې ووژل او اوس يې له افغانانو څخه ۷ ميليارډه ډالره شتمنې هم لوټ کړې ده.