د برېکس هېوادونو د ۲۰۲۲م کال د همغږي کوونکو دوهمه غونډه تر سره شوه
CMG2022/04/14 10:44:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د برېکس هېوادونو د چارو همغږي کوونکي او د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ما جاو شو د اپرېل په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه د برېکس هېوادونو د همغږي کوونکو د دوهمې غونډې مشري وکړه، د روسيې، هند، برازيل او جنوبي افريقا همغږي کوونکو هم په دغې غونډې کې ګډون کړی و.

ما جاو شو يادې غونډې ته وويل، چې برېکس هېوادونه دې د نويو سمسورو بازارونو او د پرمختيايي هېوادونو په استازيتوب، د کرونا وبا د خپرېدو او د نړيوالو حالاتو د بدلونونو پر وړاندې يو له بل سره د ستراتېژيکو ملګرو اړيکې ژورې کړي او د نړيوال بازار د ثابتولو او د نړيوالې همکارۍ د پرمختګ لپاره دې مثبت رول ولوبوي. ما جاو شو د سياسي امنيت، تجارتي معاملو، عامې روغتيا، دوامدار پرمختګ، کولتوري تګ راتګ او د ميکانيزم ابادۍ په اړه د برېکس هېوادونو همکاريز پرمختګ معرفی کړ.

د غونډې ګډونوالو د رئيسه هېواد په حيث د چين د لارښوونکي رول او د برېکس هېوادونو د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه.

د برېکس هېوادونو استازو وويل، چې دوی به په پر له پسې ډول د رئيسه هېواد په توګه د چين له کارونو ملاتړ او د برېکس هېوادونو (( د چين کال )) د پرمخبيولو لپاره به ګډ کوښښونه وکړي. (خبرياله: شکريه)