د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۱۳ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۳۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېرد تېرې ورځې په پرتله ۱۰۴۶۰۳۱ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۴۹۹۱۱۹۳۱۶ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۷۸۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶۱۸۵۲۴۲ ته رسېدلی دی.