چين له جاپان څخه د ذروي‌ ککړو اوبو د ښه حل غوښتنه وکړه
CMG2022/04/14 10:30:58
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۳مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې سمندر ته د جاپان د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د چين دريځ څرګند کړ. هغه له جاپان څخه غوښتنه وکړه، چې په مسئولانه توګه له اړوندو ګاونډيو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره سلامشورې وکړي او دغې چارې ته د حل لار ولټوي او پخپله خوښه بايد پرېکړه ونه کړي.

د جاپان حکومت د تېر کال د اپريل له ۱۳مې نېټې راهيسې هڅې کوې، بلکې پرېکړه يې کړې، چې د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ څه باندې يو ميليون ټنه ذروي ککړې اوبه به له تصفيې وروسته سمندر ته خوشې کړي. د جاپان حکومت دغې پرېکړې په کور دننه او بهر انديښتې راپورته کړې دي.

جاپانيانو په دې وروستيو کې بیا لاريون کړی او د حکومت له يادې پرېکړې سره يې مخالفت ښودلی دی، خو د جاپان حکومت تر اوسه خپله پرېکړه نه ده لغوه کړې.

جاو لي جيان د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين د جاپان د يادې پرېکړې په اړه سخته انديښنه لري او کلک مخالفت يې کوي.