د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د اپريل په ۱۳مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د سږکال په لومړۍ ربع کې د دې هېواد د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۹ زره او ۴۲۰ ميليارډو یوانو ته رسېدلی، دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰.۷ سلنه زیاتوالی ښيي او ترې څرګندېږي، چې د چین صادرات او واردات ثابت دي.
د یاد راپور له مخې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د صادراتو عمومي ارزښت ۵ زره او ۲۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳.۴ سلنه زيات شوی او د وارداتو عمومي ارزښت يې ۴ زره او ۱۹۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی، چې دا بيا ۷.۵ سلنه زياتوالی ښيي.
چين له خپلو لويو سوداګريزو ملګرو سره د صادراتو او وارداتو ارزښت ثابت ساتلی دی. چين له آسيان، اروپايي ټولنې، امريکا، د کوريا جمهوريت او جاپان سره د صادراتو او وارداتو ارزښت په جلا جلا توګه ۸.۴ سلنه، ۱۰.۲ سلنه، ۹.۹ سلنه، ۱۲.۳ سلنه او ۱.۸ سلنه زيات شوی او په عمومي ډول د صادراتو او وارداتو ارزښت يې ۴.۸ سلنه زيات شوی دی.