د چين سوداګرۍ وزارت: ګډې ګټې د چين او امريکا د تجارت جوهري ټکی دی
CMG2022/04/15 14:36:32
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزرات وياندې شو جوی ټينګ د اپرېل په ۱۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې له حقيقتونو څرګنديږي، چې د چين او امريکا تر منځ د تجارت جوهري ټکی ګډې ګټې دي او دواړه هېوادونه د سوداګريزو همکاريو د پراخېدو پټ قوت لري.
چين او امريکا د نړۍ تر ټولو لوی اقتصادونه دي او د سوداګريزو اړيکو سالم پرمختګ يې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوال ځنځير د ثبات او د نړيوال اقتصاد د بيا اعادې لپاره هم ګټور دی.
شو جوی ټينګ وويل، بېجينګ له واشنګټن غوښتي، چې پر چين اضافي ګمرکي تعرفې او بنديزونه لغوه کړي او د دواړو هېوادونو د همکاريو د پراخېدو لپاره دې ښه فضا او شرايط برابر کړي. (خبرياله: شکريه)