د سوريې پوځ: اسرائيل پر دمشق هوايي بريدونه کړي
CMG2022/04/15 14:33:59
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د اپرېل په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې اسراييلي ځواکونو د شپې شاوخوا په ۱۱ بجو د ګولان لوړې له شمال لوېديځ څخه د دمشق پر لوېديځو سيمو هوايي بريدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، چې د سوريې د هوايي بريد ضد سيستم د اسراييلو څو توغول شوي توغندي په هوا کې پوچ کړي دي.
د اسراييلي ځواکونو په يادو بريدونو کې د سوريې د پوځ ځيني تاسيسات ويجاړ شوي دي.
(خبرياله: شکريه)